د هېل راپور ورکړی دی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روان کال د جون په میاشت کې پر طالبانو د لګول شویو بندیزونو ارزونه کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسلامي امارت پر لوړپوړو غړو د سفر او معاملاتو بندیزونه لګولي وو خو درې کاله وړاندې یې د سولې پروسې د مخته وړلو په موخه لګول شوي بندیزونه وځنډول.
د هېل د خپلو سرچینو له قوله ویلي چې امنیت شورا کې به پر یادو بندیزونو بیا کتنه کېږي.
راپور کې د سیاسي چارو د امریکایي کارپوه له خولې ویل شوي چې امریکا ممکن د دغو بندیزونو تعلیق نور هم وغځوي ځکه چې واشنګټن لا هم یو جوړجاړي ته هیله مندي لري او دا مسئله د جوړجاړي په موخه له افغانستانه بهر سفرونو ته ډېره مهمه ده.
د افغانستان اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل