۰

هند افغانستان ته ۴۰ لارۍ غنم ولېږل

سی شنبه ۲۷ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۰۷:۴۹
سره له دې، چې هند د غنم په صادراتو بندیز لګولی خو تازه یې له افغانستان سره د مرسته کړو غنمو په لسګونه لارې ولېږلې.
هند افغانستان ته ۴۰ لارۍ غنم ولېږل
سره له دې، چې هند د غنم په صادراتو بندیز لګولی خو تازه یې له افغانستان سره د مرسته کړو غنمو په لسګونه لارې ولېږلې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په غنمو بار دغه ۴۰ لارۍ پرون دوشنبې د غوايي ۲۶ مه د هند پنجاب ایالت څخه افغانستان ته روانې شوې دي.
دغه غنم چې ټولټال دوه زره ټنه کېږي لومړی پاکستان او له هغې لارې بیا افغانستان ته لېږدول کېږي.

د امرتسر ښار د ګمرک کمېشنر راهول ننګارې ویلي«نن څلویښت لارۍ افغانستان ته ځي. په دغو ۴۰ لاریو کې ټولټال شاوخوا دوه زره تڼه غنم دي.»

د یادونې ده، چې هند له افغانستان سره د پنځوس زره ټنه غنمو د مرستې ژمنه کړې چې د خوړو د نړیوال پروګرام له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي.

د خوړو نړیوال پروګرام تراوسه د دغو غنمو لس زره ټنه یې د پاکستان له لارې افغانستان ته لېږدولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي