وروسته له هغې چې د افغانستان د اسلامي امارت مشر شیخ هبت الله اخندزاده په هېواد کې د کوکنارو او نورو نشه يي توکو پر کښت بندیز ولګاوه په لومړي ځل هلمند کې د کوکنارو د کرکیلو له منځه وړلو لړۍ پیل شوه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چارواکي وايي، تازه په دغه ولایت کې څه باندې ۵۰ جرېبه ځمکه باندې کرل شوي کوکنار له منځه وړي دي.
کورنیو چارو وزارت د اسلامي امارت د مشر تر امر وروسته یې د لومړي ځل لپاره د کوکنارو د کروندو پر له منځه وړل پیل کړی دی او دا چاره به تر هغه وخته پورې دوام ولري څو یې ټولې ځمکې د کوکنارو له بوټو پاکې کړې نه وي.
د یادونې ده چې څه موده وړاندې اسلامي امارت د کوکنارو پر کښت، قاچاق، پېر او پلور بندیز ولګاوه او له سرغړونکو سره یې د قانوني چلند خبرداری ورکړ.
د اسلامي امارت دغه اقدام په نړیوال کچه ستایل شوی او ځینې هېوادونو ان پر نړیواله ټولنه غږ وکړ، چې د افغان کرونده ګرو سره د بدیل معیشت په برخه کې همکاري او مرستې وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل