۰

امریکا کې یو ځوان ۱۱ تنه په ډزو وژلي دي

یکشنبه ۲۵ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۹
د امریکا په نیویارک ایالت کې چارواکي تاییدوي، چې یوه ۱۸ کلن هلک په ډزو ۱۱ تنه وژلي دي.
امریکا کې یو ځوان ۱۱ تنه په ډزو وژلي دي
د امریکا په نیویارک ایالت کې چارواکي تاییدوي، چې یوه ۱۸ کلن هلک په ډزو ۱۱ تنه وژلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د نیویارک چارواکو ویلي، دغه سپین پوستي ۱۸ کلن هلک چې نظامي ډوله جامې یې پر تن او د مرمۍ ضد واسکټ یې اغوستی و یوې مغازې ته ننوتی په دا حل او بهر کې یې پر خلکو ډزې کړې دي.

دوی وايي، دا پېښه په داسې یوه سیمه کې شوې، چې ډېری اوسېدونکي یې تور پوستي امریکایان دي او د هلک په ډزو ۱۱ تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي هم دي.

په سیمه کې د پولیسو کمیشنر جوسيف ګرامګالیا په خبري کنفرانس کې ویلي، دا وسله وال د (Tops Friendly Market)  مارکیټ ته په موټر کې ورغلی او د مغازې څخه د باندې او دننه یې په خلکو ډزې کړي.

دی وايي، دغه هلک په وسلو ښه سمبال و او تاکتیکي وسایل ورسره و، نظامي خولۍ یې هم په سر وه او پخپلې خولۍ کې یې کمره نصب کړې وه چې دا پیښه په مستقیمه توګه خپره کړي.

دې تنکي ځوان وسله وال ۴ کسان د مغازې څخه د باندې او نور یې په مغازې کې دننه ویشتلي او وژلي دي.

په پیښه کې د مغازې یو محافظ هم وژل شوی چې د نیویارک ایالت د بفالو ښار د پولیسو د ریاست څخه یې تقاعد اخیستی و.

پولیس وایي په پښیه کې ۱۱ وژل شوي او ټپي شوي کسان تور پوستي او دوه یې سپین پوستي امریکایان دي.

په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي ویلي، ولسمشر جو بایډن ته د پیښې او تحقیقاتو په هکله تازه معلومات ورکړل شوي او په پیښه کې د وژل شویو او ټپي شویو د کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي