۰

هند نړۍ ته د غنمو صادرولو بند کړل، جي ۷ یې په غوسه کړي

یکشنبه ۲۵ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۲
د هند دغه اقدام چې نور نړۍ ته غنم نه صادروي د جي ۷ یا صنعتي هېوادونه سخت په غوسه کړي دي.
هند نړۍ ته د غنمو صادرولو بند کړل، جي ۷ یې په غوسه کړي
د هند دغه اقدام چې نور نړۍ ته غنم نه صادروي د جي ۷ یا صنعتي هېوادونه سخت په غوسه کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هند وروسته له هغې نړۍ ته د غنم پر صادرولو بندیز ولګاوه، چې دغه هېواد کې بې سارۍ ګرمۍ پر حاصلاتو ناوړه اغېز وکړ.

هند ویلي، له یوې خوا سږ کال د غنمو په حاصلاتو کې کموالی او له بلې خوا په نړۍ کې د غنمو بیه ډیره لوړیدل د دې سبب شوي چې دا هیواد اندیښنه لري ښایي د خپلو شاوخوا ۱.۴ ملیارد وګړو ته په کافي اندازه خواړه ونه لري.

د هند د سوداګرۍ وزیر وايي، یوازې په هغه صورت کې به نورو حکومتونو ته غنم صادروي چې نوې ډهلي یې منظوري ورکړي.

د هغه په وینا دوی نه غواړي، چې غنم په غیرې قانوني توګه ووځي چې ښایي نور یې ذخیره کاندي او د هغو مقاصدو لپاره به ونه کارول شي چې هند یې توقع لري او هغه دا چې د نادارو ملتونو او خلکو د اړتیاوو پوره کولو لپاره به ترې کار وانخیستل شي.

خو بل پلو بیا د نړۍ د ۷ سترو اقتصادي هېوادونو یا جي-۷ د هند پدې اقدام سخت اعتراض کړی.

د دې هېوادنو د کرنې وزیرانو په جرمني کې په یوې غونډې کې ویلي چې د هند لخوا دا اقدام به په نړۍ کې غنمو بیې لا ډیرې کاندي او روان کړکېچ به لا ډېر شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي