۰

د کجکي برېښنا بند یو مهم توربین فعال شو

یکشنبه ۲۵ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۳۳
سیمه ییز چارواکي وايي، په هلمند کې د کجکي برېښنا بند یو مهم توربین تر اتلس میاشتې وروسته بیا فعال شوی دی.
د کجکي برېښنا بند یو مهم توربین فعال شو
سیمه ییز چارواکي وايي، په هلمند کې د کجکي برېښنا بند یو مهم توربین تر اتلس میاشتې وروسته بیا فعال شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چارواکو په وینا دغه توربین د برېښنا شرکت او ترکي انجینرانو په هڅو بیا فعال شوی دی.

د یاد برېښنا بند مسوولین وايي، د دې توربین په فعالېدو سره د لښکرګاه ښار برېښا ۲۴ ساعته شوې ده.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې هېواد ته را وارېدېدونکې بریښنا هم په سالنګونو کې پرې شوې ده چې له تېر کوچني اختر را وروسته د پلازمینې کابل په ګډون د لسو ولایتونو برېښنا پرې شوې ده او خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي