ملګرو ملتونو یو ځل بیا افغانستان کې پر بېوزلی او بېکارۍ اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې دغه هېواد د نړیوالې ټولنې جدي مرستو ته اړتیا لري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په یوه تازه ټوېټ پیغام کې ویلي چې د افغانانو ترمنځ ورځ تر بلې لوږه او سختۍ پراخېږي.
په ټوېټ کې ویل شوي، چې همدا اوس شاوخوا ۱۹ میلیونه افغانان له لوږې سره مخ دي او ټول د نړیوالې ټولنې مرستې او لاسنیوي ته اړتیا لري.
یادې عالي کمېشنري زیاته کړې، چې د سیمې په هېوادونو کې بېکاري، د افغان وګړو کډوال کېدل او بېرته راتګ، په هېواد کې د کافي کار نشتون او وچکالۍ هغه څه دي چې د افغانانو ژوند یې سخت کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل