۰
روسیه:

د افغانستان د سولې او دایمي ثبات یوازینۍ لار مذاکرات دي

شنبی ۲۴ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۱
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په ټينګار سره ویلي، چې افغانستان کې سولې او تل پاتې ثبات لپاره د ټولو مخالفو لوریو تر منځ رښتینیو مذاکراتو ته اړتیا ده.
د افغانستان د سولې او دایمي ثبات یوازینۍ لار مذاکرات دي
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په ټينګار سره ویلي، چې افغانستان کې سولې او تل پاتې ثبات لپاره د ټولو مخالفو لوریو تر منځ رښتینیو مذاکراتو ته اړتیا ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لاوروف چې تاجکستان کې یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې و ویل، یوازې د مذاکراتو له لارې په افغانستان کې دایمي ثبات رامنځ ته کېدلی شي.

نوموړي افغانستان کې وروستۍ نښتې د اندېښنې وړ بللې وايي، د دې جدي اړتیا ده چې د افغانستان اوسنی حکومت له خپلو ټولو مخالفینو سره د مذاکراتو او خبرو لار خپله کړي.

د هغه په وینا طالبان باید یو ملي بحث پيل کړي او په دغه هېواد کې د ټولو سیاسي جریانونو له ګډون یو پیاوړی حکومت جوړ او دایمي ثبات ته لار جوړه کړي.

سرګي لاوروف همدا راز د افغانستان په مسئله کې پر دخیلو هېوادونو هم غږ کړی چې په افغانستان کې د سولې او مذاکراتو له لړۍ ملاتړ وکړي او له دغه هېواد سره د دایمي ثبات په راوستو کې همکاري وکړي.

د هغه په وینا د افغانستان ثبات د سیمې او روسیې لپاره مهم دی او تمه لري چې دلته روانې نښتې او بې ثباتۍ پای ته ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي