د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د سرپل ولایت د قشقري څاه د تېلو د تصفیې چارې به په نژدې راتلونکي کې پیل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند عصمت الله برهان ویلي، د تېلو د تصفیې چارې د یوه خصوصي شرکت له خوا چې د دې څاه د زېرمې قرارداد په یوه مزایده کې ترلاسه کړی و پیل شي.
د هغه په وینا په دې مزایده کې چې ۵ ورځې مخکې ترسره شوه د نارت نوبل انرژۍ په نوم د اومو تېلو د تصفیې افغاني شرکت ګټونکی اعلان شو، او په ډېرو نژدې ورځو کې به دا شرکت د تصفیې چارې جاري وساتي.
نوموړي زیاته کړې، له دې څاه څخه د ورځې شاوخوا لس زره ټنه اومه تېل ترلاسه کېږي او په مزایده کې یې د یو ټن بیه ۶۳۱ ډالره ټاکل شوې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل