د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د اروپايي ټولنې له استازي سره خبرو کې ویلي، چې نړیوال دې افغانستان کې د هېڅ مخالفې وسله والې ډلې ملاتړ نه کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت په ټوېټر پاڼه لیکلي، چې ښاغلي حقاني پرون سه شنبې د غوايي ۲۰ مه د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولاسن سره ولیدل.
سرچینې زیاته کړې، چې دغه لیدنه کې د امنیتي مسایلو ترڅنګ؛ په بهر کې د چاپ شویو افغان پاسپورټونو په رالېږد هم خبرې وشوې.
د کورنیو چارو وزارت وايي، نیکولسن د یادو پاسپورټ ورقوپه رالېږد کې د اسانتیاوو برابرولو او همکاري ژمنه وکړه.
دغه راز هغه د افغانستان امنیت د د سېمې او نړۍ لپاره ډېر مهم وګاڼه او ښاغلي حقاني هم د امنیت په برخه کې له خپل اړخ څخه پوره ډاډ ورکړ.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر ډاډ ورکړي، چې اسلامي امارت د دوحې هوکړې پر اساس هېچاته اجازه نه ورکوي، چې بل هېواد ته له افغان خاورې ګواښ پېښ کړي.
ښاغلي حقاني ټينګار کړی، چې په کور دننه د اسلامي امارت دروازې تل د مخالفینو پر واړاندې د خبرو اترو لپاره پرانیستې دي.
سراج الدین حقاني په ټینګار سره د اورپايي ټولنې استازي ته ویلي، له نړۍ څخه هم غواړي چې په افغانستان کې د هېڅ کومې مخالفې وسله والې ډلې ملاتړ و نه کړي.
نیکولسن په خپلو څرګندونو کې د نړۍ امنیتد افغانستان له ثبات سره تړلی ياد کړ او ژمنه یې وکړه، چې هېڅکله به هم په افغانستان کې د وسله والو مخالفانو ملاتړ و نه کړي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست د خپلو خبروپه پای کې یو ځل بیا و ویل، چې اسلامي امارت له ګاونډیو هېوادونو او نړۍ سره د ښو اړېکو غوښتونکي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل