۰

ننګرهار د نړۍ د قیمتي ډبرو پر بازار بدلېږي

سی شنبه ۲۰ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۳۹
د افغانستان د صنعت او تجارت وزارت چارواکي وایي ننګرهار به نړۍ ته د افغان قیمتي ډبرو د صادراتو پر بازار بدل شي.
ننګرهار د نړۍ د قیمتي ډبرو پر بازار بدلېږي
د افغانستان د صنعت او تجارت وزارت چارواکي وایي ننګرهار به نړۍ ته د افغان قیمتي ډبرو د صادراتو پر بازار بدل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت چارواکو زیاته کړې، په دې لټه کې دي چې په ننګرهار ولایت کې د قیمتي ډبرو د صادراتو لپاره یو ستر مرکز جوړ کړي.

سرچینې زیاته کړې، چې له دې ځایه به د افغانستان قیمتي ډبرې د نړۍ ګوټ ګوټ ته صادرېږي.

د چارواکو په وینا د دغه بازار د جوړولو په اړه یې له چینایي شرکتونو سره خبرې کړې دي او دوی لېوالتیا ښوودلې ده.

وزارت وايي، د یوه ستر چینايي شرکت استازو په همدې تړاو له ننګرهار ولایت هم لیدنه کړې ده او ژمنه یې کړې چې د دغه بازار په جوړولو کې به مرسته کوي.

دغه وزارت وایي د افغانستان د قیمتي ډبرو د ارزښت اټکل نه دی شوی، خو داسې ویل کېږي چې افغانستان له دې اړخه د میلیاردونو ډالرو د ګټلو جوګه کېدلی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي