د ننګرهار چارواکي د دې ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې د پاکو اوبو رسولو د یوې شبکې د چارو د پیلېدو خبر ورکوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه شبکه د ننګرهار د کليو پراختيا رياست تر چتر لاندې د يونيسف په لس ميليونه افغانيو مالي لګښت او د COAR موسسې په تخنيکي همکارۍ پیل شوې ده.
چارواکي وايي، د پاکو اوبو رسولو د دغې شبکې په بشپړېدو سره به د نازيانو ولسوالۍ بره لنډۍ کلي کې څلور سوه کورنۍ له پاکو اوبو څخه برخمنې شي.
د پاکو اوبو د رسولو د دې شبکې د پيلېدو خبر داسې مهال ورکول کېږي، چې په دې وروستيو کې له بېلابېلو ولايتونو د وچکالۍ راپورونه ورکول شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل