۰

د مالياتي جريمو د معافيت موده د څلورو مياشتو لپاره هم تمديد شوې

سی شنبه ۲۰ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۲۱
د مالیې وزارت وايي، د مالياتي جريمو د معافيت موده د څلورو نورو مياشتو لپاره هم تمديد شوې ده.
د مالياتي جريمو د معافيت موده د څلورو مياشتو لپاره هم تمديد شوې
د مالیې وزارت وايي، د مالياتي جريمو د معافيت موده د څلورو نورو مياشتو لپاره هم تمديد شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ماليې وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي چې متشبثینو ته د اسانتیاوو برابرولو او پر وخت د مالیاتو ورکړې ته د هغوی د هڅولو په موخه یې د ټاکل شوي نورم مالیه کمه کړې او کوچني متشبثین یې د تېرو کلونو له باقيدارۍ او مالیاتو څخه معاف کړي دي.

دغه وزارت وايي، د مالياتي جرايمو د معافيت لپاره د تېر کال د کب تر ۲۹مې پورې مهلت ټاکل شوی و خو ځينې ماليه ورکوونکي د وخت د کمي له کبله پر خپلو تادياتو بريالي نه شول.

سرچینه زیاتوي، له همدې کبله د ماليې وزارت د عوايدو عمومي رياست د بيا وړانديز پراساس او د رياست الوزرا د مقام په هوکړه دغه مهلت د روان کال د غبرګولي تر ۳۰ مې نېټې پورې د څلورو نورو مياشتو لپاره هم تمديد شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي