۰
سیما بحوث:

طالبان دې د ښځو او نجونو د تعلیم او کار حقونه بېرته اعاده کړي

سی شنبه ۲۰ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۰۷:۴۱
د ملګرو ملتونو د ښځو د چارو اجرايي مشره سیما بحوث پر طالبانو غږ کړي، چې د ښځو او نجونو د تعلیم او کار حقونه دې بېرته په بېړنۍ توګه اعاده کړي.
طالبان دې د ښځو او نجونو د تعلیم او کار حقونه بېرته اعاده کړي
د ملګرو ملتونو د ښځو د چارو اجرايي مشره سیما بحوث پر طالبانو غږ کړي، چې د ښځو او نجونو د تعلیم او کار حقونه دې بېرته په بېړنۍ توګه اعاده کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن باسو دغه څرګندونې د اسلامی امارت له خوا پر ښځو د شرعي حجاب جبري کولو غبرګون کې کړې دي.

نوموړې، د افغان ښځو د حجاب په اړه د طالبانو د حکومت نوې لارښوونې اندېښمنوونکې او په ښځو باندې د محدودیتونو سختول بللي دي.

میرمن بحوث پرون دوشنبې د غوايي ۱۹ په یوې اعلامیې کې ویلي، د طالبانو نوی اعلان، چې باید ښځې په عام محضر کې خپل ټول مخ پټ کړي، یوازې د ضرورت په وخت کې له کوره ووځي او د دغه لارښود نه عملي کوونکو ښځو نارینوو ته به سزا ورکول کېږي، ډېره اندېښمنه کړې ده.

هغې د افغانستان پر چارواکو غږ کړی چې د بشر، ښځو او نجونو د حقونو د قوانینو په اساس خپل ملکفیتونه ترسره کړي اود ښځو او نجونو ازاد تګ راتګ، کار او تعلیم ته د هغوی حقونه بېرته عاجل اعاده کړي.

په اعلامیې کې همدغه راز په دې اړه د ملګرو ملتونو د عمومي مشر انتوني ګوتېرش اندېښنه هم یاده شوې ده.

هغه ویلي، د طالبانو له راتګ وروسته د افغان ښځو په کار باندې د محدودیتونو اوبندیزونو له کبله د اټکل له مخې افغانستان نژدې یو میلیارد ډالر تاوان کړی دی.

د طالبانو حکومت د شنبې په ورځ د غوايي ۱۷ اعلان وکړ چې د مسلمانو اصیلو، بالغو ښځو لپاره شرعي حجاب رعایت کول فرض» دي او په هره جامه چې «بدن پټ کړل شي هغه حجاب دی، چادري یې د شرعي حجاب بهترین ډول بللی دی.

خو ملګرو ملتونو، افغانستان کې یې استازولی، د بښنې نړیوالو سازمانونو، امریکا او اروپايي ټولنې د طالبانو پر دغه اقدام سختې نیوکې وکړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي