۰

د خوړو نړیوال پرواګرام کابو شپږ زره کورنۍ سره مرسته کړې ده

سی شنبه ۲۰ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۰۷:۳۷
د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان په نورستان، کابل، غزني او سرپل ولایتونو کې په زرګونو کورنیو سره د خوراکي موادو د مرستې خبر ورکوي.
د خوړو نړیوال پرواګرام کابو شپږ زره کورنۍ سره مرسته کړې ده
د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان په نورستان، کابل، غزني او سرپل ولایتونو کې په زرګونو کورنیو سره د خوراکي موادو د مرستې خبر ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د خوړو نړیوال پروګرام په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې تېره اوونۍ یې د نورستان په کامدیش ولسوالۍ کې ۱۹۱۱ کورنیو، د کابل په پغمان ولسوالۍ کې څه کم ۱۶۰۰ کورنیو، د غزني په دریمه حصه ولسوالۍ کې له ۱۴ سوه زیاتو کورنیو او د سرپل په ګوسفندي ولسوالۍ کې نژدې ۶۵۰ کورنیو ته د خوراکې موادو مرستې رسولي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د هغو کسانو شمېر چې د خوړو له شدید کمښت سره مخامخ دي، شاوخوا ۲۳ ملیون وګړي ښودلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي