د افغانستان د بیا رغونې پر چارو د امریکا د سرمفتش ادارې یا سیګار ویلي چې افغانستان له سختې وچکالۍ سره مخامخ دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سیګار پرون دوشنبې د غوایي ۱۹ مه په یوه ټوېټ کې ویلي، داسې وچکالي، چې دې هېواد په وروستیو دریو لسیزو کې نده لیدلې.
سیګار د سره صلیب او د سرې میاشتې د کمېټو په حوله زیاته کړې،په افغانستان کې په متوسط ډول هغه ساحه ډېره کمه شوې چې تر ژمي مخکې پرې غنم کرل شوي دي.
د یادونې ده، چې تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرڼې ادارې FAO ویلي و چې افغانستان د ۳۴ ولایتونو له جملې ۲۵ یې سختې وچکالۍ ځپلي چې دې چارې د شاوخوا ۱۴ ميلیون وګړو ژوند اغېزمن کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل