سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د وردګ ولایت په نرخ ولسوالۍ کې یو کس خپل پوروړی وژلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون دوشنبې د غوايي ۱۹ مه د یاد ولایت د نرخ ولسوالۍ په صد مردې کلي کې رامنځ ته شوې ده.
د وردګو د امنیه قوماندانۍ ویاند مولوي ضیاالق حسان ویلي، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې پور ورکوونکي له خپل پور وړي د پور غوښتنه کوله چې د دواړو لوريو ترمنځ شخړه شوې.
دی وايي،، د شخړې پر مهال دواړو يو پر بل د (لور) ګوزارونه کړي چې پور وړی ژوبل شوی او روغتون ته پر لاره يې ساه ورکړې.
نوموړی وايي، بل ژوبل شوی کس په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
هغه وايي، د پېښې ځای ته امنیتي ځواکونه رسېدلي ترڅو پېښه تر څېړنې لاندې ونيسي.
بلخوا په همدې ورځ د دغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې هم دوه کسانو پر یو بل ډزې کړي او ټپيان دي.
د دې پېښې علت تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې هم د دوه کورنیو تر منځ شخړه کې څو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
جمهورخبري آژانس:کابل