د افغانستان حکومت د پوهنې پخوانی وزیر ډاکټر فاروق اعظم د اوبو او برېښنا وزارت د ارشد سلاکار په توګه ټاکلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ډاکتر اعظم پرون یکشنبې د غوايي ۱۸ مه په رسمي ټول د دغه وزارت کارکوونکو ته و ورپژندل شو او په دنده یې پیل وکړ.
ډاکټر فاروغ اعظم په لندن کې د اوبو سرچینو د رغونې په څانګه کې د دکتور تر کچې زدهکړې کړې دي او د اوبو منازعاتو د حل څانګې غړی هم پاتې شوی دی.
ښاغلی اعظم په تېر حکومت کې د پوهنې وزیر هم پاتې شوی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل