۰

امریکا د ښځو د حجاب په اړه د افغان حکومت پر نوې تګلاره نیوکه وکړه

دوشنبه ۱۹ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۰۰
د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټوماس وېسټ ویلي، د افغانستان د نوي حکومت وروستۍ کړنې او د مشرتابه اوسنۍ تګلاره د اندېښنې وړ ده.
امریکا د ښځو د حجاب په اړه د افغان حکومت پر نوې تګلاره نیوکه وکړه
د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټوماس وېسټ ویلي، د افغانستان د نوي حکومت وروستۍ کړنې او د مشرتابه اوسنۍ تګلاره د اندېښنې وړ ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي په تازه ټوېټونو کې پر دې تګلاره نیوکه کړې ده وایي، د افغان حکومت وروستۍ کړنې ښایي د نړیوالې ټولنې او افغانستان ترمنځ تعامل او اړیکو ته زیان ورسوي.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی چې د نوي حکومت مشرتابه دې له نړیوالې ټولنې سره پر کړو ژمنو عمل وکړي، بشري حقونه دې رعایت کړي، نجونو او ښځو ته دې د کار او زده کړو اجازه ورکړي او په دې تړاو دې خپله تګلاره کې بدلون راولي.

د یادونې ده، چې د افغانستان حکومت درې ورځې وړاندې د ښځو د حجاب په اړه نوی فرمان صادر کړ او په دغه فرمان کې یې له ټولو مېرمنو وغوښتل، چې شرعي حجاب مراعات کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي