د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د کابل لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي توماس نیکلاسن پر کتلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي متقي او نیکلاسن لیدنه پرون یکشنبې د غوايي ۱۸ مه شوې ده.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ټوېټر لیکلي ښاغلي نیکلاسن د اقتصادي وضعيت د پياوړتيا، ښوونې او روزنې، خلکو ته د کار د خوندي فُرصتونو د برابرولو په اړه د هڅو د دوام او امنيتي مسايلو په اړه خپل نظريات شريک کړل.
د هغه په وینا نوموړي ټينګار وکړ چې د ټولو ستونزو د هواري يوازېنۍ لاره د خبرو اترو په ادامې کې نغښتې ده.
په ورته وخت کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر نیکلاسن ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان له خاورې به هېچا ته ګواښ نه پېښېږي.
د بلخي په وینا دواړو لوريو د افغانستان او اروپايي ټولنې تر مينځ د داسې همکاريو پر پياوړتيا ټينګار وکړ، چې د خلکو د ژوند د وضعيت د ښه والي لامل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل