۰

حکومت د روان وضعیت په اړه یوه ستره غونډه جوړوي

دوشنبه ۱۹ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۳۹
ټاکل شوې د افغانستان د اسلامي امارت حکومت د هېواد د روان وضعیت په اړه ډېر ژر یوه ستره غونډه جوړه کړي.
حکومت د روان وضعیت په اړه یوه ستره غونډه جوړوي
ټاکل شوې د افغانستان د اسلامي امارت حکومت د هېواد د روان وضعیت په اړه ډېر ژر یوه ستره غونډه جوړه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غونډې جوړېدا خبر د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد تایید کړی خو کره نېټه یې نه ده په ګوته کړې.

ښاغلی مجاهد وايي، غونډه به د افغانستان د سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت د څرنګوالي په اړه راڅرخي او په کې به د هېواد پر شته ستونزو او حل لارو خبرې اترې کېږي.

هغه زیاتوي، د غونډې د جوړېدو کره نېټه نه شي په ګوته کولی، خو ټاکل شوې چې ډېره ژر جوړه شي او په هغه کې د افغانستان له ګوټ ګوټ د ټولو قومونو استازي ګډون ولري.

د یادونې ده، چې د نوي حکومت یوه بل غړي انس حقاني هم په خپلو خبرو کې ویلي چې د ستونزو حل د حکومت د مشرتابه پالیسي ده او دی تمه لري چې دغه ډول غونډې مثبتې پایلې ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي