پوتین د خپلې امنیت شورا سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

10 ثور 1401 ساعت 8:52

د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین افغانستان کې د وروستیو پېښو په اړه اندېښنه ښودلې او په همدې تړاو یې د خپل هېواد له امنیت شورا سره خبرې اترې کړې دي.


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین افغانستان کې د وروستیو پېښو په اړه اندېښنه ښودلې او په همدې تړاو یې د خپل هېواد له امنیت شورا سره خبرې اترې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، پوتین پرون د امنیت شورا غونډه رابللې او د افغانستان په اړه یې خبرې ورسره کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، په افغانستان کې روان وضعیت څاري او له دې درکه اندېښمن دي.

دی وايي، روسي امنیتي چارواکو ته په کار د چې ژر په دې اړه خپلې پرېکړې او پلانونه ورسره شریک کړي.

پوتین له امنیتي ادارو غوښتي چې د روسيې جنوب لوري ته امنیتي وضعیت وڅاري او په اړه یې اړین تدابیر هم ترسره کړي.

روسیې تر دې وړاندې هم ویلي، افغانستان کې له امنیتي وضعیت اندېښمن دي له همدې امله یې زرګونه سرتېري تاجکستان کې پر پولو ځای پر ځای کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 150116

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150116/

جمهور
  https://www.jomhornews.com