د افغانستان د اسلامي امارت سترې محکمې تایید کړه، چې کابل کې د غلا او شرابو د پلور او خوړولو په جرم په ۷ تنو حد جاري شو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سترې محکمې زیاته کړې، چې پرون چهارشنبې د وري ۳۱ مه د کابل ابتدایه محکمه کې ۷ تنه د غلا، شرابو پلورلو او خوړلو په جرم هر یو ۳۵ دور محکوم شول.
سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تورنو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او د محکمې له پرېکړې وروسته سزا ورکړل شوه.
دا له کله چې د تېر کال د اګست په ۱۵ مه طالبان واک ته رسېدلي دي، لومړی ځل دی چې په جرم تورنو کسانو ته دا ډول سزا ورکول کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل