قطر کابل کې وروستۍ برید په کلکو ټکو غندلی دی

31 حمل 1401 ساعت 8:39

قطر د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان پلازمېنه کابل کې د ښوونځي پر زده کوونکو وروستۍ برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې یو بشري جنایت بللی دی.


قطر د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان پلازمېنه کابل کې د ښوونځي پر زده کوونکو وروستۍ برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې یو بشري جنایت بللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، هر هغه پېښه او قصدي برید غندي چې په هغه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي، دوی یې په کلکه غندي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، قطر د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ترهګریزې پېښې غندي او هغه ته د انسان ضد عمل په سترګه ګوري.

خبرپاڼه واي،ي قطر په دې حساس وضعیت کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او په خبره یې د دایمي ثبات او امنیت د راتګ په برخه کې به له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 149820

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149820/

جمهور
  https://www.jomhornews.com