ملګرو ملتونو پر افغان خاوره د پاکستان برید وغانده

28 حمل 1401 ساعت 9:15

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر په یوه خپره کړې اعلامیه کې پر افغان خاوره د پاکستان هوايي بریدونه غندلي دي.


په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر په یوه خپره کړې اعلامیه کې پر افغان خاوره د پاکستان هوايي بریدونه غندلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یوناما په دغه اعلامیه کې ویلي چې په دې بریدونو کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله جدي اندېښمن دي.

خبرپاڼه وايي، په خوست او کونړ کې په دې برید کې ملکي وګړي وژل شوي دي او دوی دا پېښه په کلکو ټکو غندي.

پاکستاني هوايي ځواک تېره ورځ د کونړ او خوست پر ځینو سیمو هوایي بریدونه وکړل چې د راپورونو له مخې شاوخوا څلوېښت کسان چې ښځې او ماشومان هم پکې دې په دې بریدونو کې وژل شوي دي.

افغان حکومت د پاکستان پر دې کړنه غبرګون ښوودلی، د دغه هېواد سفیر یې احضار کړ او تازه د حکومت مرکزي ویاند ویلي چې د پاکستان د ورته غیر قانوني اقداماتو تکرار به له خورا سخت ځواب سره مخ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 149721

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149721/

جمهور
  https://www.jomhornews.com