سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو بامیانو ولایت کې د یو لړ کشفي عملیاتو پر مهال د نشه يي توکو یوه فابریکه کشف کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امنیتي چارواکو په وینا یاده فابریکه کې د دریو ټنو په اندازه د نشه يي توکو د پروسس خام مواد ضبط او نیول شوي دی.
سرچینه زیاتوی، چې د دغه فابریکې او نشه يي موادو په تړاو دوه تنه هم نیول شوي چې دا مهال تر پوښتنې ګروېږنې روانې دي.
د یادونې ده، چې دا په نېږدې یوه اونۍ کې د نشه يي توکو د پروسس څلورمه کارخونه ده چې په بامیانو کې کشف او ضبط کيږي.
د نشه يي توکو فابریکې پر داسې مهال کشف کېږي، چې اسلامي امارت په وروستيو کې د نشه يي توکو پر کښت او کاروبار بنديزونه ولګول او خبرداری يې ورکړ چې که څوک له بنديزونو سرغړونه وکړي له جدي غبرګون سره به مخ شي.
جمهورخبري آژانس:کابل