د افغانستان د اسلامي امارت د رييس الوزرا مرستيال ملا عبدالغني برادر ويلي، ښايي ډېر ژر د نجونو ټول ښوونځي پرانيستل شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلی برارد چې فراه ولايت ته د خپل سفر پر مهال وينا کوله د جزياتو له ورکولو پرته زیاته کړې، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ټولو ښوونځيو د پرانيستلو لپاره به ښه ګامونه پورته شي.
د ملا برادر دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت د پوهنې وزیر هم په یوه مرکه کې ویلي، چې ډېر ژر به له شپږم پورته د نجونو پر مخ ښوونځي پرانستل شي.
د پوهنې وزارت وايي، د نجونو د ښوونځيو پرانستلو لپاره پوره چمتوالی لري او کله چې د امارت د مشرتابه حکم وشي نو ټول ښوونځي به پرانستل شي.
د ښوونځیو د پرانستل کېدو خبر پر داسې مهال کېږي، چې امریکا هم تازه خبرداری ورکړی، چې که افغانستان کې د نجونو ښوونځیو بندښت دوام وکړي، نو پایلې به یې ناوړې وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا په یوه خبرپاڼه کې له طالبانو غوښتي، چې ټول ښوونځي پرانیزي او په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل