د پاسپورټ تر لاسه کولو انلاین سایت د غوښتونکو پر مخ پرانستل شو

20 حمل 1401 ساعت 13:21

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د پاسپورتونو اخیستلو لپاره د انلاین فورم ډکولو سایټ د غوښتونکو پر مخ پرانیستل شو.


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د پاسپورتونو اخیستلو لپاره د انلاین فورم ډکولو سایټ د غوښتونکو پر مخ پرانیستل شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سایټ نن شنبې د وري ۲۰ مه غرمه ۱۲ بجې د غوښتوونکو پر مخ پرانستل شو.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، د پاسپورټ مرکزي اداره د خپل تخنیکي او بشري ظرفیت له لوړولو وروسته نن شنبه د وري میاشتې ۲۰ مه نیټه د غرمې په ۱۲ بجو دغه سایټ د غوښتونکو پر مخ پرانیستل شو.

سرچینې ویلي، هېوادوال کولی شي، د پاسپورت لپاره آنلاین غوښتنه وکړي.

خبرپاڼه وايي، د انلاین ثبت نام محدود نه دی بلکې په روژه کې به هره ورځ دوه زره او تر روژې وروسته به هره ورځ درې زره پاسپورتونه د انلاین نوم لیکنې له لارې خلکو ته توزیع کړي.

د کورنیو چارو وزارت د في نفر پاسپورت د انلاین فورم ډکولو لپاره ۲۰۰ افغانۍ ټاکل او په خبره یې خلک دې له دې زیاتې نه ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 149508

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149508/

جمهور
  https://www.jomhornews.com