امیرخان متقي:

زموږ سیاست متوازن او اقتصاد محوره دی له ټولنې نړۍ سره تعامل غواړو

16 حمل 1401 ساعت 9:20

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په چین کې خبریالانو ته ویلي اسلامي امارت اقتصاد محور او متوازن سیاست غوره کړی دی.


د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په چین کې خبریالانو ته ویلي اسلامي امارت اقتصاد محور او متوازن سیاست غوره کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي متقي ټینګار کړی، چې نوی حکومت همدې متوازن سیاست ته په کتو د تېرو دولتونو پر خلاف له ټولې نړۍ سره سالم او مثبت روابط غواړي.

ښاغلي مقتي زیاته کړې اسلامي امارت  پلان لري چې افغانستان د هېوادونو د ترانزیټ پر مرکز بدل کړي او دوی هیله لري چې له افغانستان څخه اقتصادي مهاجرتونه پای ته ورسېږي.

د بهرنیو چارو سمبال چاري وزیر دا هم ویلي، چې افغانان سوله خوښي خلک دي او له نورو هېوادونو سره ښه روابط غواړي او دوی حق لري چې په سوله او امن کې خپل ژوند او کار ته دوام ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 149394

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149394/

جمهور
  https://www.jomhornews.com