سالنګ او بغلان کې ترافیکي پېښو کې ۵ تنه مړه شوي

15 حمل 1401 ساعت 9:24

سیمه ییز چارواکي وايي، د پروان ولایت سالنګ او د بغلان بنو ولسوالیو کې د دوه ترافیکي پېښو له امله ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، د پروان ولایت سالنګ او د بغلان بنو ولسوالیو کې د دوه ترافیکي پېښو له امله ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د بغلان د ترافیکو مدیر قاري محمد نذیرعابدي وايي یو سراچه ډوله موټر د بغلان د بنو ولسوالۍ په لور روان و چې د دې ولسوالۍ د خوشدرې کلي اړوندو کې له واټ څخه وتلی او د انداراب سیند ته لوېدلی دی.

نوموړي زیاته کړې، د پېښې له امله ۲ تنه وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي.

ټپيان د خنجان ولسوالۍ روغتيايي کلينيک ته لېږدول شوي چې روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ بلل شوی.

بل خوا د پروان جنوبي سالنګ سیمه کې هم د یوې ترافیکي پېښې له امله درې تنه وژل شوي دي.

د سالنګونو د ساتنې ریاست وايي، پرون له ماسپښین وروسته پر یوه سراچه موټر ټېلر موټر ورچپه شوی چې له امله یې سراچه کې سپاره درې کسان مړه شوي دي.
 
نوموړي ویلي، د سالنګونو د ساتنې پرسونل ډېره هڅه وکړه، چې دغه کسان وژغوري خو نه توانېدل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 149356

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149356/

جمهور
  https://www.jomhornews.com