د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی، چې د پاکستان د کرکټ لوبډلې پخوانی کیپتان یونس خان یې د خپلې لوبډلې د بیټنګ روزونکی ګومارلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کرکټ بورډ دا پرېکړه څو ورځې وروسته له دې وکړه چې د پاکستان د کرکټ پخوانی لوبغاړی عمرګل یې د باولینک روزونکی وګوماره.
ټاکل شوې ده چې یونس او عمرګل په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره د روزنې په کمپ کې یوځای شي.
افغان لوبډله د مارچ په ۳۱ متحده عربي اماراتو ته لاړه او حاضردمه هلته په روزنه بوخته ده.
دا کمپ په بېلابېلو برخو کې د افغان لوبغاړو د روزنې لپاره یو ښه فرصت ګڼل کېږي.
د یادونې ده، چې د افغانستان کرکټ بورډ په وروستیو ورځو کې د انګلیستان پخوانی لوبغاړی ګراهام تورپ د سرروزونکي په توګه وټاکه.
په پام کې ده چې نوموړی د اپریل په پای کې په متحده عربي اماراتو کې له افغان لوبغاړو سره تمرین پیل کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل