روسیې د اسلامي امارت یوه دیپلومات ته باور لیک ورکړی دی

11 حمل 1401 ساعت 12:59

روسيې د اسلامي امارت له خوا په مسکو کې ګومارل شوي يوه ډيپلوماټ ته اعتبارليک ورکړی دی.


روسيې د اسلامي امارت له خوا په مسکو کې ګومارل شوي يوه ډيپلوماټ ته اعتبارليک ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورونو کې د روسيې د بهرنيو چارو د وزير سرګي لاوروف له قوله ويل شوي چې ياد ډيپلوماټ تېره فبروري مياشت په مسکو کې د افغانستان په سفارت کې کار پيل کړی و.

دا په روسيه کې د اسلامي امارت له لوري ګومارل شوي ډيپلوماټ ته لومړنی اعتبارليک دی او په دې توګه ګومارل شوي ډيپلوماټ په مسکو کې د اسلامي امارت د رسمي استازي اعتبار خپل کړی دی.

لاوروف چې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ته وينا کوله، ویلي، د افغانستان په ګاونډيو هېوادونو کې د امريکايي او ناټو د غړو هيوادونو د پوځيانو حضور نه مني او دغه راز له دې هم اندېښنه لري چې داعش وسله وال به د منځنۍ اسيا هيوادونه بې ثباته کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 149288

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149288/

جمهور
  https://www.jomhornews.com