د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې مشر اخیم شټاینر وایي، په افغانستان کې د اقتصادي بحران پراخوالي ته په پام نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې د دې هېواد ملاتړ ته دوام ورکوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یو اېن ډي پي مشر دغه څرګندونې افغانستان ته د سفر په ترڅ کې پرون سه شنبې د وري ۹ مه کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې کړې دي.
ښاغلي اخیم شټاینر ویلي، ملیونونه افغانان مرستې او پیوستون ته اړتیا لري او د طالبانو حکومت باید وضعیت ته متوجه وي.
ده زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو لپاره وخت اوس ډېر حساس دی او نړۍ باید د افغانستان اړتیاوې درک کړي، خو په وینا یې د افغانستان مشرتابه هم باید په دې پوه وي چې نړۍ په اسانۍ کولای شي نورو بحرانونو ته پام واړوي.
نوموړي ژمنه وکړه، چې د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره به په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکړي.
دغه په ټينګار سره ویلي، دغه پروګرام نه شي کولای د افغانستان له وګړو سره له مرستې ځان شاته کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل