د مصر پلازمېنه قاهره کې د افغانستان د روغتیايی سیکتور د لنډمهالو لومړیتوبونو په اړه درې ورځنۍ غونډه روانه ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه غونډه پرون سه شنبې د وري ۹ مه پیل شوې او د جمعې ته ورځې پورې به دوام ولري.
غونډه د روغتیا د نړیوال سازمان او یونسیف له لوري په لار اچول شوې، چې به کې د قطر، افغانستان، مرستندویه هېوادونو او موسسو پلاوي هم ګډون لري.
د غونډې په لړ کې به د راتلونکو ۱۸ تر ۲۴ میاشتو پورې د افغانستان د روغتیايی سیکتور پر لومړیتوبونو خبرې وشي.
دا لومړیتوبونه به د روغتیايي کارکوونکو شمېر، د هغوی د روزنې، د روغتیايي چارو د ادارې د تنظیم، د حکومت او موسسو ترمنځ د چارو د همږغۍ، په لنډ وخت کې د افغانستان د روغتیايی سکتور د اړتیاوو، د پولیو د محوه کولو لپاره د افغانستان د ملي بیړني عمل پلان د تطبیق او نورو چارې وي.
جمهورخبري آژانس:کابل