امنیت شورا یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل، چې د نجونو ښوونځي پرانیزي

8 حمل 1401 ساعت 12:43

د ملګرو ملتونو امنيت شورا يو ځل بيا په افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو پر نه پرانيستل کېدو غبرګون ښوولی دی.


د ملګرو ملتونو امنيت شورا يو ځل بيا په افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو پر نه پرانيستل کېدو غبرګون ښوولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه شورا پرون یکشنبې د وري ۷ مه په یوه اعلاميه کې د طالبانو پر هغې پريکړې خواشيني ښوول شوې چې له ژمنې سره سره يې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو پرانيستل تر نامالومې نیټې پورې ځنډولي دي.

امنيت شورا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموريت يا يوناما ته دنده سپارلې چې د نجونو د ټولو ښوونځيو د پرانيستلو لپاره له طالب چارواکو او افغان سياسي لوبغاړو سره خبرې وکړي او د پرمختګونو په تړاو يې دوی ته مالومات ورکړي.

طالبانو د نوي کال له پيل سره سم د نجونو د ټولو ښوونځيو د پرانيستلو ژمنه کړې وه، خو په وروستۍ شيبه کې له خپلې ژمنې پر شا شول چې دې چارې په کور د ننه او نړيواله کچه ګڼ غبرګونونه را وپارول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 149156

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149156/

جمهور
  https://www.jomhornews.com