قطر: تمه ده افغان حکومت د نجونو ښوونځي پرانیزي

7 حمل 1401 ساعت 8:34

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن وایي تمه لري چې افغان حکومت د نجونو د ښوونځیو په تړاو خپله پرېکړه بېرته واخلي.


د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن وایي تمه لري چې افغان حکومت د نجونو د ښوونځیو په تړاو خپله پرېکړه بېرته واخلي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالرحمن په تازه مرکه کې ویلي، چې د دې خبر، چې افغان حکومت له شپږم پورته د نجونو زده کړې ځنډولې په اورېدو حیران شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، په ځلونو یې نوی افغان حکومت هڅولی چې خپل سیاستونه بدل کړي، نجونو او ښځینه وو ته د کار او زده کړو زمینه برابره کړي او د تعلیمي او تحصیلي مرکزونو دروازې پرانیزي.

دی وايي، نوي حکومت ته په کار ده چې خپله پرېکړه بېرته واخلي او له نړیوالې ټولنې سره پر کړو ژمنو عمل وکړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي، دوی له نوي افغان حکومت سره ښې اړیکې لري او تمه لري چې افغان چارواکي وکړی شي یو ټولشموله حکومت جوړ کړي، په تګلارو کې بدلون راولي او د یوه با ثباته او پرمختللي افغانستان لپاره سترې هڅې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 149103

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149103/

جمهور
  https://www.jomhornews.com