هند وایي د افغانستان په تړاو په چین کې جوړېدونکي کنفرانس ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شینکر په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، دوی تمه لري چې د افغانستان مسئله حل شي او دغه هېواد ته دایمي ثبات راشي.
نوموړي زیاته کړې، د افغانستان د ګاونډي په توګه چین کې جوړېدونکي کنفرانس کې دوی ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.
بلخوا کابل ته د چین د بهرنیو چارو وزیر په وروستي سفر کې افغان لوري ته په دې کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
ټاکل شوې چې دغه کنفرانس د روانې میلادي میاشتې په دېرشمه او یودېرشمه نېټه جوړ شي.
په دې کې به د افغانستان د ټولو ګاونډیو هېوادونو استازي ګډون کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل