د امنیت شورا لس غړي هېوادونه:

طالبان دې ژر تر ژره د نجونو ښوونځي پرانیزي

6 حمل 1401 ساعت 9:16

د ملګرو ملتونو امنیت شورا لسو غړو له افغان حکومت غوښتي چې ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.


د ملګرو ملتونو امنیت شورا لسو غړو له افغان حکومت غوښتي چې ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه غړو هېوادو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، افغان حکومت په وروستیو میاشتو او اونیو کې له نړیوالې ټولنې سره د تعاملو په موخه ځینې ژمنې ترسره کړې دي چې باید عمل ورباندې وکړي.

اعلامیه کې راغلي، د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړلو مسئله دا ثابتوي چې دوی( طالبان) له خپلو ژمنو په شا شوي دي، نو له همدې امله له افغان لوري غواړي چې ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

دوی وایي روان کال شاوخوا یو میلیون افغان نجونو ښوونځي ته د تګ لپاره تیاری نیولی و، چې په وروستۍ شېبه کې ناهیلي شوې او دوی یې له حقونو د دفاع لپاره ولاړ دي.

په دې هېوادونو کې فرانسه، امریکا، برېټانیا او نور شامل دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 149063

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149063/

جمهور
  https://www.jomhornews.com