تر ۲۰۰ ډېر افغان کډوال چې له څو میاشتو راهیسې یې په البانیا کې ژوند کاوه، د امریکا متحده ایالاتو په لور روان شول.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کډوال د طالبانو تر واکمنۍ وروسته له افغانستانه وتلي وو.
امریکا ته د دې کسانو د لېږدېدو مراسم پرون په پلازمېنه تیرانا کې د امریکا متحده ایالاتو په سفارت کې جوړ شوي وو.
د البانیا د بهرنیو چارو د وزارت په وینا له تېرو څه باندې اوو میاشتو راهیسې دغه هېواد د شااوخوا دوه ۲،۴۰۰ افغان کډوالو کوربه دی.
جمهورخبري آژانس:کابل