د پاکستان د پوځ یوه الوتکه د تمرین پر مهال لوېدلې او دوه پیلوټان په کې وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون د خیبرپښتونخوا پېښور ښار ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.
د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې تایید کړې، چې یوه الوتکه یې د تمریناتو پر مهال غورځېدلي، چې له امله یې دوه پيلوټان وژل شوي دي.
د تمریناتو پر مهال د پاکستان پوځي الوتکې پخوا هم بیا بیا ټکر شوې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل