د افغانستان د اسلامي امارت سرپرست حکومت وایي، دوی په رسمي توګه نوروز نه لمانځي خو که خلک غواړي لمانځلی یې شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره د اسلامي امارت عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد له بي بي سي سره خبرو کې کړې ده.
نوموړي ویلي، چې د دوی حکومت په رسمي توګه نوروز نه لمانځي ځکه د ده په وینا هغه مراسم چې اسلام کې نشته دوی یې نه لمانځي.
خو مجاهد وايي، که خلک وغواړي چې نوروز ولمانځي نو دوی یې مخه نه نیسي.
د یادونې ده، چې له اوږدو زمانو را پدیخوا نوروز افغانستان کې د یوې دودیزې میلې په توګه لمانځل کېږي او زرګونه خلک په کې برخه اخلي.
ملګرو ملتونو هم نوروز د یوه نړیوال کلتوري میراث په توګه پیژندلی او د مارچ ۲۱ مه یې د نوروز نړیوالې ورځې په نامه نومولې ده.
طالبانو د خپلې لومړۍ واکنۍ پر مهال د نوروز پر لمانځلو بندیز لګولی و.
جمهورخبري آژانس:کابل