د هند او جاپان مشرانو پر افغانستان خبرې کړې دي

29 حوت 1400 ساعت 9:16

د هند او جاپان لومړي وزیرانو افغانستان کې د یوه داسې ټول شموله سیاسي نظام پر رامنځته کولو ټینګار کړی چې د ټولو خلکو استازیتوب وکړي.


د هند او جاپان لومړي وزیرانو افغانستان کې د یوه داسې ټول شموله سیاسي نظام پر رامنځته کولو ټینګار کړی چې د ټولو خلکو استازیتوب وکړي.
 
د جمهور آژانس د خبر له مخې نریندرا مودي او فومیو کیشیدا پرون شنبې د کب ۲۸ مه نوي ډهلي کې سره لیدلي او دواړو لورو د افغانستان او سیمې په اړه خبرې اترې کړې دي.

دوی په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د سولې او ثبات تر څنګ د یوه داسې نظام د رامنځ ته کېدو غوښتنه کړې، چې ټولو افغانانو ته د منلو وي.
 
ښاغلي مودي او د هغه جاپاني سیال ټینګار کړی چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ترلاسه کولو لپاره به په ګډه کار کوي.
 
دواړو مشرانو همداراز د بشري ناورین د حل، د بشري حقونو د ودې او په افغانستان کې د یوه ټول شموله سیاسي نظام د تامین پراهمیت ټینګار وکړ چې د ټولو خواوو استازیتوب وکړي.
 
فومیو کیشیدا او نریندرا مودي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پریکړه لیک 2593 (2021) په اهمیت هم ټینګار وکړ.
 
په پرېکړه لیک کې په ښکاره ویل شوي چې د افغانستان خاوره باید د ترهګرو د پناهځایونو، روزنې، پلان جوړولو او تمویل لپاره ونه کارول شي.
 
هند او جاپان هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا د بندیزونو په ګډون د ټولو ترهګرو ډلو پر وړاندې د ګډ اقدام غوښتنه کړې ده..
 
د یادونې ده، چې مودي او کیشیدا د اوکراین د جګړې او د شمالي کوریا د توغندیو د ازموینې په ګډون پر سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو هم کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148949

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148949/

جمهور
  https://www.jomhornews.com