د اروپايي ټولنې او پاکستان استازو د افغانستان په اړه خبرې کړې

28 حوت 1400 ساعت 14:13

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن د افغانستان لپاره د پاکستان له استازي محمد صادق سره خبرې کړې دي.


د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن د افغانستان لپاره د پاکستان له استازي محمد صادق سره خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې؛ نیکولسن چې په دې وروستیو کې له کابل څخه اسلام اباد ته تللی وايي، له محمد صمد سره یې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه خبرې کړې دي.

نوموړې تر دې مخکې په کابل کې د طالبانو له مشرانو، د بشري حقونو له مدافعینو، د ښځو له استازو او اقلیتونو سره کتلي دي.

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي له طالب چارواکو سره په لیدنه کې د بشري حقونو د فعالانو د جبري ورکېدو، شکنجو او انتقامي وژنو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

نوموړي پر ټوېټر لیکلي چې افغان ولس د طالبانو تر واک لاندې د خپل نظر له څرګندولو وېرېږي.

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ټینګار وکړ چې د افغانستان حکومت او د دغه هېواد عمومي تګلارې باید د خلکو له ارادې سره سم وټاکل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 148932

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148932/

جمهور
  https://www.jomhornews.com