ننګرهار کې تاریخي آثار نیول شوي دي

26 حوت 1400 ساعت 10:37

سیمه ییز چارواکي وایي، ننګرهار ولایت کې لسګونه قلمه تاریخي او فرهنګي اثار له قاچاق کوونکو نیول شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وایي، ننګرهار ولایت کې لسګونه قلمه تاریخي او فرهنګي اثار له قاچاق کوونکو نیول شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ‏ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي امنیتي ځواکونو یې د ۴۱ قلمه تاریخي اثارو د قاچاق مخه نیولې او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ته ‌يې سپارلي دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس قاري نور محمد حنيف په وینا په دې اثارو کې له زېړو، سپینو زرو او نورو فلزونو جوړې پخوانۍ ګاڼې، فلزي نیزې، له مريو جوړې غاړکۍ او نور بېلابېل اثار شامل دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148873

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148873/

جمهور
  https://www.jomhornews.com