۰

سالنګ: په ترافیکي پېښه کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

پنجشنبه ۲۶ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۱
د سالنګونو عمومي رییس قاضي عبید وايي، د سالنګونو په لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځو تنو مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سالنګ: په ترافیکي پېښه کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د سالنګونو عمومي رییس قاضي عبید وايي، د سالنګونو په لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځو تنو مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون چهارشنبې د کب ۲۵ مه د سالنګ په چهارمغزک سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د سالنګونو عمومي رییس قاضي عبید ویلي، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یو لنډکروزر موټر د چهارمغزک ګولایي په سیمه کې له مسیره منحرف او له استنادي دیوال سره ټکر شو.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه پېښه کې دوه تنه مړه شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

دی وايي، ټپيان یې روغتون ته لېږدولي او روغتیایي وضعیت یې ښه دی.

د پېښې لامل د موټر چلوونکي ګړندی تګ په ګوته شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي