سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې دوه کسان چې پاکستان ته یې وسلې قاچاق کولې نیول شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کندهار د ۲۰۵ البدر قول اردو ویاند مولوي شکېب وايي، دغه کسان تېره شپه ناوخته د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند د شېرو اوبو په نوم سیمه کې د ډیورنډ فرضي کرښې په صفري برخه کې هغه مهال ونیول شول چې پاکستان ته یې وسلې قاچاق کولې.
نوموړی وایي، سرحدي ځواکونو موټر تقعیب کړی کله چې د یو غره ډډې ته رسېدلي، څلور تنه یې تښتېدلي او دوه تنه نور نیول شوي دي.
شکېب په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل