حقاني: د عفوې سره د انتقام فکر له منځه تللی دی

21 حوت 1400 ساعت 9:05

د کورنیو چارو سرپرست وزیر د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له مشرې سره په لیدنه کې ویلي، حکومت په عمومي عفوې سره د انتقامي فکر په له منځه وړلو کې پرمختګ کړی دی.


د کورنیو چارو سرپرست وزیر د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له مشرې سره په لیدنه کې ویلي، حکومت په عمومي عفوې سره د انتقامي فکر په له منځه وړلو کې پرمختګ کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر سراج الدین حقاني دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له مشرې مېشل بیشلټ سره په لیدنه کې کړې دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې لیدنې پرمهال بیشلټ ومنله چې افغانستان کې له روانو ستونزو، یو شمېر یې د تېرې ادارې میراث او د ځینو ننګونو لامل د اقتصادي منابعو کمښت دی.

نوموړي په دې برخه کې د خپلې مرستې ډاډ ورکړی.

مېشل عفوه د ملي پخلاینې لپاره لوی ګام وباله او هیله یې وښوده چې بشري حقوقو ساتنې ته لا پاملرنه وشي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې سراج الدین حقاني  ډاډ ورکړ چې سرپرست حکومت عمومي عفوې سره د انتقامي فکر په له منځه وړلو کې پرمختګ کړی، نړیوالو سره د اعتماد سازۍ لپاره د دوحې تړون یو مثبت اصل دی،  هېواد یې چاته تهدید نه دی او هڅه کوي تر څو هغو ضمني ستونزو ته هم حل ومومي چې تر نړیوالو رسیږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 148627

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148627/

جمهور
  https://www.jomhornews.com