د بې پولې ډاکترانو ټولنه:

افغانستان کې د ماشومانو سرخکان او خوارځواکي ډېره شوې ده

19 حوت 1400 ساعت 11:03

د بې پولې ډاکټرانو نړیواله ټولنه وایي، د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د سرخکان مثبتې پېښې ډېرې شوې دي او ورسره جوخت د ماشومانو د مړینې کچه هم لوړه شوې ده.


د بې پولې ډاکټرانو نړیواله ټولنه وایي، د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د سرخکان مثبتې پېښې ډېرې شوې دي او ورسره جوخت د ماشومانو د مړینې کچه هم لوړه شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه ټولنې مسوولینو ویلي، هرات او هلمند کې تر دې دمه د سرخکانو ۱۴۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او له دې امله هره ورځ د دوو ماشومانو د مړینې راپورونه ورکول کېږي.

سرچینې زیاته کړې، د سرخکان ناروغۍ د ډېرېدو تر څنګ په ماشومانو کې خوارځواکي هم ډېره شوې ده چې د ماشومانو ژوند ته یې جدي خطرونه جوړ کړي دي.

دغه اداره وايي، په هلمند کې هم هره اونۍ شاوخوا ۱۵۰ ماشومان روغتونونو ته وروړل کېږي چې تر ډېره په سرخکان اخته دي.

په هلمند کې بیا ټولټال شاوخوا ۸۰۰ ماشومان په خوارځواکۍ اخته ماشومان د ډاکټرانو له لوري بستري شوي دي.

له دې سره جوخت نړیوالې مرستندویه موسسې وایي، په ماشومانو کې د ناروغیو د خپرېدو او خوارځواکۍ اصلي لامل په افغانستان کې روان بد اقتصادي وضعیت او وچکالي ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148608

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148608/

جمهور
  https://www.jomhornews.com