ټرمپ: ټولې نړۍ په افغانستان کې زموږ حماقتونه ولیدل

19 حوت 1400 ساعت 8:19

د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا له شرمه ډکې ماتې، ایران، چین، شمالي کوریا او روسیه زړور کړل.


د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا له شرمه ډکې ماتې، ایران، چین، شمالي کوریا او روسیه زړور کړل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرمپ په تازه مرکه کې زیاته کړې، چې ټولې نړۍ په افغانستان کې د امریکا حماقتونه ولیدل.

ده ویلي«ټولې نړۍ موږ ته کتل چې په افغانستان کې مو څه حماقتونه وکړل.»

ټرمپ زیاته کړې،هغه تېروتنې چې امریکا په افغانستان کې وکړې ټولې نړۍ ولیدلې او دا خو واضح خبره ده چې زموږ کمزوري او تېښته یې ولیدله.

ده ویلي، نن چې په اوکراین کې کوم وضعیت رامنځ ته شوی زمینه یې میاشتې مخکې بایډن په افغانستان کې برابره کړه او روسیې ته یې روحیه ورکړه.

د امریکا دغه مخکني ولسمشر تمه ښوودلې چې روسیه له سختو بندیزونو سره مخ شي او دغه هېواد له اوکراین وتلو ته اړ کړل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148585

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148585/

جمهور
  https://www.jomhornews.com