کرزی: افغانستان لا هم ثبات ته نه دی رسېدلی

18 حوت 1400 ساعت 10:25

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په تازه څرګندونو کې ویلي، چې له اوسني امنیت نه خوښ دی خو وايي افغانستان لا هم ثبات ته نه دی رسېدلی.


پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په تازه څرګندونو کې ویلي، چې له اوسني امنیت نه خوښ دی خو وايي افغانستان لا هم ثبات ته نه دی رسېدلی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي په دغه مرکه کې ویلي، خوښ دی، چې جګړه پای ته رسېدلې او اوس داسې کومه ډله نشته چې جبهيي جګړه او ورور وژنه وکړي.

خو ټینګار یې وکړ، چې له دې سره سره افغانستان لا هم هغه سولې او ثبات ته چې ملي یووالی په کې نغښتی وي نه دی رسېدلی او دا هدف به هله تر لاسه شي، چې هر افغان د خپل هېواد په تصمیم نیونه او پرېکړو کې شریک کړی شي.

ښاغلي کرزي ویلي، تمه لري، چې اوسنی حکومت به د خلکو رایې ته درناوی وکړي، د لویې جرګې په جوړلو سره ملي اراده تمثیل کړي او داسې یوه حکومت جوړولو ته ورسېږي، چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د کابل سقوط او واک ته د طالبانو رسېدو سره یې ولې هېواد پرېنښود او د خلکو تر څنګ پاتې شو، ویلي، افغانستان یې کور دی او هغه اندېښنې چې ده درلودې له امله یې خپل کور پرېنښود.

پخواني ولسمشر حامد کرزي دا ډاډ او هیله هم ښودلې، چې ډېر زر به د افغانستان بېلا بېلو برخو ته خپل سفرونه پیل کړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 148562

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148562/

جمهور
  https://www.jomhornews.com